د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل او بلخ لویه لار چې په بغلان کې بنده وه، پرانیستل شوه.
د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي نن د سپټمبر په پنځمه سهار پر ټوېټر لیکلي چې خلک په کرارۍ پر دې لار تګ راتګ کولی شي.
رحیمي لیکلي چې له بېګا راهیسې په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پناه ځایونو سخت عملیات شوي او سیمه له هغوی تصفیه شوې ده.