د کابل ښار ختیځه څنډه قابلبای سیمه کې د ګرین ولېج په نوم د بهرنیانو پر یوه کمپ د تېرې شپې تر ځانمرګي موټربم برید وروسته، د سیمې اوسېدونکي د یاد کمپ د انتقال غوښتنه کوي.
د کابل په نهمې امنیتي حوزه کې د تېرې شپې برید، په سیمه کې د عامو خلکو کورونه تخریب او ځینې یې په بشپړه توګه لهمنځه یوړل.
د سیمې اوسېدونکو د سې شنبې په سهار «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۲» په لاریون لاس پورې کړ او ویېویل چې د ګرین ولېج کمپ له امله په دغه سیمه کې په ځلونو انتحاري حملې شوي چې ملکي وګړو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي لاریونوالو له ځان سره وسلې لرلې او ډزې یې هم کولې چې له املهیې شااوخوا پنځه کسان ټپیان شول.
د دغې سیمې یوه اوسېدونکي ملنګ ازادي راډيو ته په دې تړاو وویل: "دې برید ماشومانو او ګڼو نورو خلکو ته په وار وار زیانونه اړولي، څو ځلې مو دولت ته شکایت کړی چې له دې ځایه دې دا کمپ انتقال کړي، خو دولت هېڅ اقدام نهدی کړی، زموږ غوښتنه همدا ده چې ژر تر ژره دې دا کمپ انتقال کړي.
د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې ګرین ولېج او ورته نور پوځي مرکزونه او اډې چې ډېری یې بهرنیانو پورې اړه لري، باید د خلکو له کورونو لیرې انتقال شي.
د کورنیو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په دې برید کې ۱۶ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹ ملکي خلک ټپیان دي.
د دغې پېښې له سیمې د کابل وزیر محمد اکبر خان روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ ټپیان وروړل شوي.
یاسمین چې په دغه برید کې ټپي شوې ازادي راډيو ته د برید کیسه داسې کوي: "کله چې چاودنه وشوه، ټول ویده وو، دا درېیم ځل دی چې زموږ کورونه ویجاړېږي، په تېره چاودنه کې هم په دغې سیمه کې زما د ورور پښه ماته شوه او دا دی درېیم ځل شو چې برید کېږي."
د دغه برید مسؤلیت طالبانو منلی او ادعا یې کړې چې بهرنیو ځواکونو تهیې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو د کورنیو چارو وزارت د دغه برید قربانیان ملکي خلک یادوي او وایي چې امنیتي ځواکونو پنځه بریدګر چې غوښتلیې د ګرین ولېج کمپ ته ننوځي، ووژل.
ښاغلي رحیمي د سې شنبې په ورځ په دې اړه د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: "د افغانستان د خلکو دښمنان په پټو سترګو حملې کوي، یو سیمه یا یو ځای نه په نښه کوي، بلکې داسې حملې ترسره کوي چې خلکو او ملکیانو ته هم پهکې مرګ ژوبله واوړي."
دا حمله په داسې حال کې کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په قطر کې له طالبانو سره د خپل نهم پړاو خبرو له پای ته رسولو وروسته کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزئیات شریکوي.
ښاغلی خلیلزاد ټینګار کوي چې له طالبانو سره د یوه داسې توافق په درشل کې دی چې زورزیاتی لږ کړي.
د دې حملې په تړاو په کور دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا تند عکسالعمل تر ټولو د پام وړ دی. د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ویلي، وسلهوال طالبان د بهرنیو استخاباراتي کړیو په لمسون بېګناه افغانان وژني.
دغه خونړۍ حمله د نړیوالو سازمانونو او لوړپوړو چارواکو له لوري غندل شوې ده.
که څه هم د دې حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی، خو نړیوالو سازمانونو او چارواکو له لوري په عکسالعملونو کې د طالبانو نوم نهدی اخیستل شوی.
د طالبانو ډلې ویاند له اسوشیټډ پرس سره په خبرو کې ویلي، دا ډول حملې د سولې په خبرو کې د دوی قوي دریځ څرګندوي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ دغه حمله وحشیانه بللې ده.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم په خپل ټویټرپاڼه کې دغه حمله په کلکو ټکو غندلې ده.
د اروپايي ټولنې استازي بیا وايي، دا حمله څرګندوي چې د حملې عاملین د بېګناه افغانانو د وژلو پروا نهلري.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکلاس کې همدارنګه دا حمله غندلې او ویلي، ناټو ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د برید د قربیانیانو کورنیو غوښتنه بیا دا ده چې دواړه لوري دې د جګړو اصول په نظر کې ونیسي او ملکي وګړي دې هدف نهګرځوي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم پر ګرین ولیج درې ځله حمله شوې ده.