شریفه زرمتۍ: له هرې دندې مې په رسنیو کې له کار سره زیاته مینه وه

شریفه زرمتۍ د ازادي راډیو په سټوډیو کې د مخکښې ښځې په خپرونه کې د ګډون پر مهال.

دا اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې د افغانستان ولسمشر مجمد اشرف غني پخوانۍ سلاکاره شریفه زرمتۍ مېلمنه ده.

هغه تر دې مخکې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د کمېشنرې په توګه پاتې شوې، ترڅنګ‌یې د ولسي جرګې په ۱۵مه دوره کې د پکتیا د خلکو استازیتوب هم کړی دی.

اغلې زرمتۍ د کابل پوهنتون د تعلیم او تربیې له پوهنځي فارغه شوې او اوس په نړیوالو اړیکو کې ماسټړي کوي.

دا چې هغې په ژوند کې نور کوم فعالیتونه ترسره کړي، په دې خپرونه کې به‌یې واورئ.

دا خپرونه په کابل کې د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني جوړوي چې د دې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلئ شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان ولسمشر مجمد اشرف غني پخوانۍ سلاکاره شریفه زرمتۍ: