د افغانستان امنیتي سکټور د دغه هېواد د امنیتي وضعیت څېړنه وکړه

یو تن افغان پولیس

د افغانستان د امنیتي سکټور مشرتابه په یوه ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت څېړنه وکړه.

په هغه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې، په کې راغلي چې دغه غونډه له غرمې وروسته د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ وشوه چې د وضعیت د څېړنې تر څنګ په کندز او بغلان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو د شنډولو او ماتولو ستاینه هم وشوه.

په خبرپاڼه کې دغه شان راغلي چې په دغه ناسته کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پر تدارکاتي ستونزو هم خبرې وشوې او په هواري یې ټینګار وشو.

د یادونې ده چې په بغلان او کندز کې په تېرو دوو ورځو کې طالبانو پراخې حملې درلودې چې افغان امنیتي بنسټونه وايي، په شا یې تمبولي دي.

دواړه خواووې یو بل ته د تلفاتو د اوښتولو ادعا کوي، خو په هغه انتحاري برید کې چې د شنبې په ورځ په کندز ښار کې وشو، د افغان امنیتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ ۲۵ کسان وژل شوي او د امنیه قوماندان منظور ستانکزي په شمول ۸۵ نور په کې تپیان شوي دي.

په وژل شویو کې د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني هم شامل و.

مخکې تر دې د تخار پر چاه آب ولسوالۍ هم طالبانو برید کړی و.