د بدخشان ولایت پخوانی ښاروال او د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان جنرال نذیر احمد د مقناطیسي ماین په یوې چاودنه کې ووژل شو.
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل چې جنرال نذیر احمد چې د یکشنبې په ماښام یې غوښتل د فوټبال له لوبغالي د خپل کور په لور ولاړ شي، په نوي ښار کې یې پر موټر د ماین چاودنه وشوه چې په دغه پېښه کې دی او یو ساتونکی یې دواړه ووژل شول.
په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې، جنرال نذیر احمد دوه میاشتې مخکې د ښاروال په توګه خپله دنده پریښې وه.