د سولې ولسي حرکت د پکتیکا له اوسېدونکو سره غونډه وکړه

د سولې د ولسي حرکت د غړو یو انځور

د سولې ولسي حرکت د پکتیکا ولایت له قومي مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو سره غونډه وکړه.

د دغه حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست ازادي راډیو ته ویلي چې دغه غونډه د یکشنبې د ورځې په ماسپښین وشوه چې لسګونه کسانو په‌کې ګډون کړی و.

د ښاغلي وطندوست په وینا، ګډنوالو پر یوه رښتینې سولې ټینګار کاوه، نه دا چې د یوې معاملې په ترڅ کې راشي او پایله‌یې بیا هم افغان وژنه وي.

دی وایي، هغوی د غونډې پر مهال وویل چې موږ ته معامله د منلو وړ نه‌ده، یو ځل د ډاکتر نجیب‌الله د واکمنۍ پر مهال موږ په یوه معامله کې ښکېل شوي وو چې له امله‌یې تر اوسه وژل کېږو، هغوی وايي چې د یوې رښتینې سولې په لټه کې دي.

د سولې له ولسي حرکته په دې اړه ازادي راډیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د پکتیکا والي مجیب‌الرحمن څمکني هم ګډون کړی و چې د خپلو خبرو په ترڅ کې یې په دایمي سولې ټینګار وکړ.