د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د یمن په جنوب لوېدیځ کې پر یو توقیف ځای هوايي بریدونه کړي چې له ۱۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي دي.
د دغې کمېټې په وینا، د تېرې ورځې د دې حملې ۴۰ تپیان په ذمار ښار کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د نړیوال سره صلیب د هیئت رئیس فرانس راوختن شتاین د سیمې تر کتنې وروسته چې لا هم د ژغورنې ټیم له خرابیو څخه مړي راویستل، په دې اړه خبرې وکړې.
د یمن د حوثیانو ډله چې د ایران متحدین او د یمن د په رسمیت پېژندل شوي حکومت او سعودي عربستان په مشرۍ له ائتلاف سره په جنګ کې دي، مخکې تر دې ویلي وو چې په هوايي بریدونو کې ۶۰ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د حوثیانو د روغتیا وزارت یوه ویاند یوسف الحاضري ویلي چې د حملو پر مهال ۱۷۰ محبوسین د توقیف په دغه مرکز کې موجود وو.