په بريتانيا کې د بورېس جانسن پرضد لسګونو زرو کسانو لاریون وکړ

بریتانیا کې د بورېس جانسن پر وړاندې د مظاهرې یو انځور

په بريتانيا کې لسګونه زره کسان لارو سړکونو ته په مظاهرو راووتل.

دوى د صدراعظم بوريس جانسن پر هغه جنجالي اقدام اعتراض کړی چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په درشل کې يې د بريتانيا د پارلمان د تعليق غوښتنه کړې.

په زرګونو کسان پرون د لندن سړکونو ته راووتل او ګڼو اعتراض کوونکو شعار ورکاوه: بوريس جانسنه، شرم درته په کار دى.

د مظاهرې يوې برخه والې چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رويټرز خبري اژانس ته وويل: په هغه شکل چې بوريس جانسن او د هغه حکومت هڅه کوي دلته په بريتانيا کې ډيموکراسي کمزورې کړي، زه ډېره په غوصه يم.

د مانچسټر، نيوکاسل، بريسټول او بيلفاست په ګډون په نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې او شعار يې و: د کودتا مخه ونيسئ.

د پارلمان د ځنډولو لپاره د جانسن اقدام به د پارلمان د وکيلانو لپاره له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو پر سر بحث ته وخت رالنډ کړي.

دا اقدام حکومت ته لاره پرانيزي چې د سپټمبر له نهمې د اکتوبر تر ١٤مې پارلمان تعليق کړي.

له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو يا برېګزېت لپاره د اکتوبر ٣١مه مهلت ټاکل شوى دى.