کورنیو چارو وزارت: پلخمري کې د طالبانو برید په شا تمبول شوی

په بغلان کې یو افغان سرتېری

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، د بغلان د مرکز پلخمري په څنډو کې د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبول شوې ده.

دغه رياست نن (یکشنبه، وږی ۱۰مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د سهار له دوو بجو، شاوخوا ٤٠ وسله والو پر دوو سيمو برید پیل کړ چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

ملي امنيت وايي امنیتي ځواکونو د زمان خېل او حسين خېل سيمې تصفيه کړي او تر اوسه ٣ تنه وسله وال وژل شوي، دوه نيول شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي نن ازادي راډيو ته وويل: تېره شپه دښمن چې د پلخمري ښار په دوو برخو کې پټ شوی و، برید وکړ. دا بریدونه د کندوز د حملو په شان نه دي. یوازې په دوو ساحو کې حمله کوونکي ځای پر ځای شوي وو او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کولې.

وسله والو طالبانو ویلي چې په پلخمري کې یې څو سیمې نیولي او د ښار د مرکز په لور پرمختګ کوي.

تر دې حملې ۲۴ ساعته مخکې طالبانو له څو خواوو پر کندز ښار حملې وکړې.