د تورخم دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره په ازمایښتي ډول پرانیستل کېږي

د تورخم د دروازې یو انځور

د خیبر پښتونخوا صوبايي چارواکي وايي، سبا دوشنبه د سپټمبر له دوهمې نېټې راهیسې به د تورخم دروازه په ازمایښتي ډول د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانېږي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي چارواکو تر هغې وروسته د تورخم دروازې د ۲۴ ساعتونو لپاره د پرانیستلو خبر ورکوي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د روان کال په پیل کې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د دغې دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلو اعلان وکړ.

پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د تورخم دروازې ۲۴ ساعته پرانيستل د دواړو ګاونډیو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې د دې کار د عملي کولو لپاره به له ټولو لارو چارو کار واخلي.

که څه هم د چارواکو په وینا، د تورخم دروازه به د اوسمهال لپاره په ازمایښتي ډول د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصه وي، خو ټینګار کوي چې صدراعظم عمران خان به په نږدې راتلونکي کې د تورخم سفر وکړي او هلته به په باقاعده توګه د ۲۴ ساعتونو لپاره د دغې دروازې د پرانیستې ساتلو اعلان هم وکړي.

د یادونې وړ ده چې تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو ستره لار ده چې هره ورځ پرې زرګونه کسان دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي او همداشان زرګونه سوداګریز موټرونه پرې هم اوړي را اوړي.