د غزني په زندان کې ډېری بندیان په رواني ناروغیو اخته دي
د غزني روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د تفریحي بوختیاوو نه شتون، ناسمو خوراکونو، د ځینو بندیانو ناحقه بندي کېدلو او دا سې نورو لاملونو د بندیانو ډیری برخه په رواني ناروغیو اخته کړې ده.
د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ظاهر شاه نېکمل وايي، دوی د غزني زندان ته تللي او هتله یې د بندیانو بد وضعیت کتلی او زیاته یې کړه: په دغه بندې خانه کې شااوخوا ټول بندیان په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزی هم دا ستونزه مني، خو د مخنیوي ژمنه یې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه زندان کې د رواني ناروغیو ترڅنګ ډېری زندایان په نشه یي توکو هم روږدي شوي دي.