د امریکا پوځ وايي، د سوریې د حلب ښار په شمال کې یې د القاعدې د مشرانو پر یوه استوګنځي برید کړی دی.
راپورونه وايي چې په برید کې شااوخوا ۴۰ سختدریځي وژل شوي دي.
د امریکا د قواوو مرکزي قوماندانۍ پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دې عملیاتو کې په سوریه کې د القاعده هغه مشران په نښه شول چې پر امریکايي اتباعو، شریکانو او بېګناه ملکیانو د حملو مسؤلیت په غاړه لري.
په بیان کې همداراز راغلي چې د دې ځای له منځه تګ به د نورو حملو او د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د دې ډلې توان کمزوری کړی.