وسله والو طالبانو تېره شپه د پلخمري ښار پر دوو سیمو حمله وکړه

وسله والو طالبانو تېره شپه د پلخمري ښار پر دوو سیمو حمله وکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې حمله کوونکي له منځه یوسي.

ده وویل: د تېرې شپې په شااوخوا یوه بجه دښمن چې د پلخمري ښار په دوو برخو کې پټ شوی و، حمله وکړه، دا بریدونه د کندز د حملو په شان نه دي، یوازې په دوو ساحو کې حمله کوونکي ځای پر ځای شوي او پر امنیتي ځواکونو او خلکو ډزې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې سیمه ژر تر ژره تصفیه کړي.

طالبانو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د پلخمري د حملو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې ۲۴ ساعته مخکې طالبانو له څو خواوو پر کندز ښار حملې وکړې.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې موافقه د نهايي کېدو په درشل کې ده.

پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ولیکل چې د طالبانو استازو ته یې د کندز د جګړې یادونه وکړه او ورته ویې ویل چې دا ډول بریدونه باید نور بس شي.