د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار په بشپړ ډول د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی دی.
د کورنیو چارووزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، د کندز ښار او لمنو په تصفیوي عملیاتو کې یې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ښاغلي رحیمي ازادي راډیو ته همداراز وویل، د کندز د چوک د تېر ماښام په انتحاري حمله کې د کندز د امنیې قوماندانۍ ویندوی سید سرور حسیني وژل شوی دی.
د ده په وینا، په دې برید کې د کندز امنیه قوماندان منظور ستانکزی ټپي شوی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.
د کندز په دې انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۰ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.
په وژل شویو کسانو کې د ازادي راډیو د کندز د خبریال ورور خوشحال کاکړ هم شامل دی.