په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په کندز کې د ټيليفوني شبکو د کمزوري فعالیت او جګړې له امله نه شي کولی چې د وضعیت دقیقه ارزونه وکړي.
د دې ادارې په بیان کې چې پرون د اګست په ۳۱مه خپور شو، لیکل شوي چې پر کندز ښار د حملې له امله د ملکي تلفاتو او له ښاره د خلکو د تېښتې رپوټونه ورته رسېدلي خو دوی لا دقیق معلومات نه لري.
د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر چې ځان یې حسیني معرفي کړی، پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: خاص ځواکونه او کومانډو را رسېدلې، ان شالله وضعیت به بېرته عادي شي، اوسمهال جګړه د زاخېلو او ګورتپې په شااوخوا کې دی.
په کندز ښار کې د برښنا جریان پرې شوی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد چې پرون د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره یو ځای کندز ته تللی و، خبریالانو ته وویل چې د تلفاتو دقیق رقم به وروسته خپور شي او د کندز د ښار د سقوط خبر یې هم رد کړ.