د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي به نن یکشنبه په وارسا کې د دوهمې نړیوالې جګړې د پیل د اتیایمې کلیزې په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړي.
نازي جرمنیانو د ۱۹۳۹ میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه پولنډ اشغال کړ.
زیلینسکي په دوه ورځني سفر پولنډ ته تللی دی.
هغه پرون د اګست په یودېرشمه په وارسا کې د پولنډ له ولسمشر اندرې دودا سره وکتل.
اندرې دودا ویلي چې دوی د روسیې له لوري د کریمیا د ټاپو وزمې اشغال نه شي منلی او په دې اړه یې خپل دريځ روسیې ته هم واضح کړی دی.
د اوکراین ولسمشر به له پولنډي چارواکو سره د خپل حکومت پر سیمه ییزو پالېسیو او د سیمې په چارو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه خبرې کوي.