د هانګ کانګ په مرکزي برخه کې پرون د اګست په ۳۱مه د ډموکراسۍ د پلویانو او پولیسو ترمنځ له تشدده ډکې نښتې وشوې.
یو شمېر مظاهره چیانو مولوتوف لاسي بمونه پر پولیسو ور غورځول او پولیسو هغوی د اوبو په توپونو ویشتل او اوښکې بهوونکی ګاز یې هم کارولی دی.
په هانګ کانګ کې له ۱۲ اوونیو راهیسې د حکومت پر ضد مظاهرې روانې دي.
مظاهره چیانو غوښتل چې د هانګ کانګ حکومت هغه قانون لغو کړي چې له مخې یې په جنايي جرمونو تورن کسان چین ته ورکول کېږي.
پولیسو پرون ماسختن د دې لپاره چې مظاهره چیان د ښار له هغې برخې چې ستر مارکېټونه پکې دي، لېري کړي، هوايي ډزې هم کړي دي.
د جمعې په ورځ یو شمېر کسانو غوښتل چې مظاهره وکړي او په هانګ کانګ کې په انتخاباتي اصلاحاتو کې د چین د حکومت د ناکامۍ پنځمه کلیزه ولمانځي، خو د هانګ کانګ چارواکو هغوی ته اجازه نه ده ورکړې.