چارواکي : د کندز پر ښار د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

د کندز ښار

افغان امنیتي چارواکي وایي، پر کندز ښار د وسله والو طالبانو د تېري شپې ډله ییز بریدونه په شا تمبول شوي دي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د دغه ستراتیژیک ښار په څو برخو کې دا بریدونه په شا کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر دا بریدونه پراخ بللي دي.

د کندزد امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډیو ته ویلي وو چې طالبانو تېره شپه شااوخوا یوه نیمه بجه له څو خواوو په ښار کې دننه پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

ښاغلي حسیني زیاته کړه: امنیتي ځواکونو له تېرې شپې تر سهار پورې له طالبانو سره مقابله وکړه او په هوایي بریدونو کې تراوسه ۱۶ تنه طالبان وژل شوي دي.

که څه هم د دغو مسؤلینو په خبره جګړه اوس د ښار څنډو ته په شا شوې، خو د سیمي اوسېدونکي اندېښمن دي او وايي چې د جګړې پر مهال مخابراتي شبکې کار نه کوي او خلک اوبه او برښنا هم نه لري.

وسله والو طالبانو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هم پر کندز برید کړی و او د یوې لنډې مودې لپاره یې د دې ښار کنټرول واخیست، خو دغه ښار بېرته افغان ځواکونو ترې ونیو.

پر کندز د طالبانو برید داسې مهال کېږي چې په قطر کې د دوی استازي له امریکایي پلاوي سره د سولې په خبرو بوخت دي.