د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې واشنګټن د ایران د فضايي راکټ سفیر له چاودنې سره تړاو نه لري.
د ایران فضايي راکټ پرون د اګست په ۳۱مه د امام خمیني له فضايي مرکزه د الوتو لپاره چمتو شوی و، خو ځای پر ځای یې انفجار وکړ.
ډونالد ټرمپ پرون د اګست په دېرشمه پر ټوېټر ولیکل: د امریکا د متحدو ایالاتو د سفیر د توغولو لپاره د تیاري په وروستي پړاو کې د پرونۍ ناوړې چاودنې سره تړاو نه لري.
ټرمپ په یوه بل ټوېټ کې ولیکل: زه ایران ته ښه بخت غواړم چې معلومه کړي چې څه شوي دي.
له دې ټوېټ سره یو عکس هم خپور شوی و چې د سټلايټ په مرسته اخیستل شوی و او په کې لیدل کېدل چې یو ميزائیل ویجاړ شوی او هغه ځای یې هم تخریب کړی چې ميزائیل ورڅخه توغول شوی و.
باور پر دې دی چې د ایران رژیم درېیم وار هڅه کوله چې سږکال فضا ته راکټ وتوغوي.
روېټرز د داسې ایراني چارواکو په حواله چې نومونه یې پټ ساتل شوي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د تخنیکي ستونزو له امله یې راکټ انفجار کړی دی.