چارواکي: طالبانو تېره شپه د تخار پر چاه اب ولسوالۍ حمله کړې

ارشیف، د تخار د اشکمش ولسوالۍ یو انځور

د تخار ولايت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه پر چاه اب ولسوالۍ ډله ييزه حمله کړې ده.

د تخار ولايتي چارواکي وايي، په دې ولسوالۍ کې دغه جګړه نن هم په شدت روانه ده.

د تخار د والي وياند محمد جواد هجري نن ازادي راډيو ته وويل، وسله وال له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.

ده وویل: وسله والو حمله وکړه چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول، په چاه اب کې جنګي حالت دى، د ولسوالۍ بازار او ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.

په دې جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

خو د تخار د ولايتي شورا منشي محمد اعظم افضلي ازادي راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو د چاه اب ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانيو ته اور اچولى دى.

خو د والي وياند دا نه مني چې د ولسوالۍ او د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ دې وسله والو طالبانو نيولي وي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د ټوېټر په يوه پيغام کې ادعا کړې چې د چاه اب ولسوالۍ ودانۍ او ټولې دفاعي پوستې يې نيولي دي.