ايرانى چارواکى: د امام خميني په فضايي مرکز کې يو توغندى چاودلى

د ایران بیرغ

يو ايرانى چارواکى وايي، د امام خميني په فضايي مرکز کې يو توغندى د توغولو په دستګاه کې چاودلى دى.

په پام کې وه چې دغه توغندى فضا ته وتوغول شي.

دا ظاهراً د ايران درېيم توغندى دى چې روان کال يې فضا ته توغول ناکامېږي.

روېټرز اژانس د ايران د يوه چارواکي خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي، دغه توغندى د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله منفجر شوى دى.

دغه چارواکي ويلي، د ايران ځوان ساينسپوهان د دې ستونزې د حل هڅه کوي.

دغه ايراني چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط يې خبرې کړي، په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

روېټرز د يوه امريکايي چارواکي خبرې هم را اخيستي چې ويلي يې دي، فضا ته د ايران له خوا د سپوږمکۍ توغول ناکام شوي دي.

د سټلايټ په هغو عکسونو کې چې يوې تجارتي کمپنۍ پلانيت لبز اخيستي، ښکاري چې د توغندي د توغولو له دستګاه تور لوګى پورته کېږي.