د اوکراین پارلمان د دې هېواد لپاره نوی او ځوان صدراعظم انتخاب کړ

د اوکراین نوی او ځوان صدراعظم الکسي اونچاروک

د اوکراین د پارلمان استازو د دې هېواد لپاره یو نوی او ځوان صدراعظم انتخاب کړ.

الکسي اونچاروک چې پنځه دېرش کلن دی، د تېرې میاشتې له انتخاباتو وروسته د اوکراین د پارلمان په لومړنۍ غونډه کې یې د اعتماد رأيې واخیستې.

د اوکراین د پارلمان د څلور سوه پنځوس استازو له ډلې څخه د پنجشنبې په ورځ ۲۹۰ تنو اونچاروک ته مثبتې رأیې ورکړې.

د اوکراین دې ځوان سیاستوال تر دې مخکې د دې هېواد د ولسمشرۍ په دفتر کې دنده درلوده او پرون د ولسمشر زیلینسکي له خوا د صدراعظم د څوکۍ د نوماند په توګه پارلمان ته وپېژندل شو.

الکسي اونچاروک د خپل کار ډېره موده د قضا په برخه کې تېره کړې، اوس یې ژمنه کړې چې د اوکراین اقتصاد ته به زیاته پاملرنه وکړي.