جان بولټن د ملدووا له صدراعظمې مایا ساندو سره وکتل

د امریکا د حکومت د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د ملدووا صدراعظمه مایا ساندو

د امریکا د حکومت د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د ملدووا په پلازمېنه چېشېناو کې د هغه هېواد له صدراعظمې مایا ساندو سره وکتل.

دواړو خواو پر امنیتي مسایلو خبرې کړي دي.

بولټن ملدووا ته تر تګ مخکې دوه ورځې په اوکراین کې تېرې کړې.

دی د امریکا د حکومت تر ټولو لوړرتبه چارواکی دی چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې ملدووا ته سفر کوي.

جان بولټن نن په چېشېناو کې د ملدووا له صدراعظمې مایا ساندو سره په ګډه خبري غونډه کې د ملدووا د حکومت د مبارزې چې د اداري فساد پر ضد یې کوي، ملاتړ وکړ.

جان بولټن وویل: د امریکا متحده ایالات په کلکه د ملدووا د خپلواکۍ او د ملدووا د خاورې د بشپړتیا ملاتړ کوي، د راتلونکې په اړه پرېکړه کول د ملدووا د خلکو حق دی، نه د بهرني نفوذ.

جان بولټن وویل چې په سیمه کې جدي امنیتي ګواښ موجود دی.

ملدووا تقریباً دېرش کاله مخکې د خپلواکۍ اعلان وکړ.

ملدووا د انرژۍ لپاره پر روسیې اتکا لري او زر روسي عسکر هلته مېشت دي.

د ملدووا صدراعظمې ویلي چې د امریکا حکومت په کال کې پنځلس میليونه ډالر مرسته ورسره کوي چې خپل پوځي سېستم نوی کړي.

هغې د امریکا دا مرسته ډېره مهمه وبلله.