روسیې یو نیول شوی اوکراینی فلم جوړوونکی د مسکو یوه زندان ته لېږدولی

د روسیې رسنیو ویلي چې اوکراینی فلم جوړوونکی اولېح سېنسوف د روسیې په لېرې پراته ارکتیک کې له یوه زندانه د مسکو یوه توقیف ځای ته لېږدول شوی دی.

د اوکراین حکومت، غربي دولتونو او د بشري حقونو د ملاتړ نړیوالو ادارو د اولېح سېنسوف پر توقیف سخت انتقادونه کړي دي.

د روسیې خبري اژانسونو لکه تاس، انټرفکس او یو شمېر انټرنټي خپرونو لکه بازا او نیزيګر د پټو سرچینو په حواله نن د اګست په ۲۹مه خبر ورکړی چې اولیح سېنسوف په مسکو کې دوهم نمبر توقیف ځای ته استول شوی چې بوتیرسکایا زندان هم ورته ویل کېږي.

اولیح سېنسوف له ۲۰۱۴ میلادی کال راهیسې چې روسیې يې پلرنی ټاټوبی کریمیا اشغال او په زور له ځان سره یو ځای کړه، په روسیه کې زنداني دی.

هغه د روسیې له لوري د کریمیا له اشغال سره مخالف و.