په جوزجان کې د دولتي ځواکونو یو قوماندان په هغه جګړه کې ووژل شو چې زوی یې په وړاندې د مخالفینو په لیکه کې جنګېدو.
باز محمد د جوزجان د فیضاباد ولسوالۍ د یوې ۵۰ کسیزې ډلې قوماندان و چې د فیضاباد د ولسوال په وینا، وړمه شپه له خپل طالب زوی سره د اوږدې جګړې په پای کې ووژل شو.
ولسوال الفشاه ازادي راډیو ته وویل، ۶۰ کلن باز محمد د پوځ پخوانی ډګروال او د "کوکلداش" سیمې د امنیتي قرارګاه قوماندان او فریدون زوی یې وسلهوال طالب و چې د شبرغان-مزار شریف د لارې په اوږدو کې یې فعالیت کاوه.
باز محمد تر وژل کېدو یو ورځ مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل زوی د مخالفت په اړه ویلي و، خو ټینګار یې په سوله و.
ده زیاته کړې وه: "د هرې جګړې پای سوله ده. موږ د ناپوهۍ له کبله دا مصیبت پر ځان راوستی. که پوه شو، په هېواد کې له سولې پرته بله لاره نهشته او په نورو هېوادونو کې هم له جګړو وروسته بالاخره سوله شوې."
د افغانستان په عمومي نقشه کې جوزجان ولایت
د حملې په اړه ویل شوي چې له باز محمد سره یوځای د ده ۱۱ سرتېري هم وژل شوي.
د افغانستان په شمال په ځانګړي ډول بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپل کې امنیتي ستونزې ډېرې دي چې تل ورڅخه د جنګ جګړو راپورونه ورکول کېږي.
د فیضاباد اوسېدونکي د باز محمد په اړه وايي چې نوموړی له جنګ زړه توری و، د سولې لپارهیې هڅې کولې او خلکیې یووالي ته هڅول.
د دغه ولسوالۍ اوسېدونکی محبالله وايي: "امر صاحب ښه سړی و، تلیې د سولې په اړه ویل او خلک بهیې دې ته رابلل چې یو بل ومني."
که څه هم د فیضاباد ولسوال دا خبره کوي چې باز محمد خپل طالب زوی سره په جګړه کې وژل شوی، خو تر اوسه کومې بلې خپلواکې سرچینې دا خبره نهده تأیید کړې.
نوموړي دا هم ویلي دي چې د باز محمد زوی فریدون شپږ میاشتې مخکې د نامعلومو دلایلو له امله خپل کور پرېښی و او له طالبانو سره یوځای شوی و.
باز محمد تر وژل کېدو یوه ورځ مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د جګړې ختمول ستونزمن دی، خو نا ممکنه نهدی.