د امریکا او طالب استازو خبرې نن ماسپښین بیا پیلېږي

په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې نن د اګست په نهه ویشتمه ماسپښین بیا پیلېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د خاص استازي زلمي خلیلزاد دفتر ازادي راډیو ته یو پیغام استولی او داخبره یې تأیید کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه ناوخته پر ټوېټر لیکی وو چې د دواړو خواو خبرې تر نیمې شپې روانې وې، پرمهمو مسئلو پرمختګ شوی، خو د پرمختګونو جزیات يې نه دي څرګند کړي.

سهیل شاهین لیکلي وو چې په پرونیو مذاکرو کې د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم برخه درلوده.

له بلې خوا فرانس پرېس خبري اژانس په پاکستان کې د طالبانو د یوه قوماندان له قوله چې نوم یې نه دی یاد کړی راپور ورکړی چې د موافقې یوه مسوده د طالبانو د شورا ټولو غړو ته د ارزونې لپاره استول شوې ده.

فرانس پرېس د وسله والو طالبانو د دې قوماندان په حواله لیکلي وو چې د مسودې کتنه او څېړنه به یوه یا دوه ورځې وخت ونیسي.