د کونړ ولايت د والي مرستيال وايي، په دانګام ولسوالۍ کې يې د پرونۍ پېښې په اړه جمهوري رياست ته اطلاع ورکړې ده.
پرون په دې ولسوالۍ کې د پاکستان له خاورې د ويشتل شوي توغندي په چاودنه کې ٣ ماشومان ووژل شول او ٦ ماشومان ټپيان شول.
د والي مرستيال ګل محمد بيدار پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: درې تنه شهيدان او ٦ تنه ټپيان لرو، موږ د عاجلې پېښې په اړه جمهوري رياست ته خبر ورکړى او د هغوى هدايت ته په تمه يوو.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ډيپلوماتيک ماموريت ويلي چې دوى د پاکستان د دغو سرغړونو په اړه تېره پنجشنبه امنيت شورا ته شکايت وړاندې کړى دى.
د کونړ چارواکي په تېره يوه مياشت کې د پاکستان له خاورې د کونړ پر ختځيو سيمو تر ٧٠٠ زيات توغندي ويشتل شوي دي.
پاکستاني چارواکو په دانګام کې د پرونۍ پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.