په ارزګان ولایت کې سږکال کرنيز محصولات د تېر کال په نسبت زيات وو.
ويل شوي چې د غنمو حاصلات په سلو کې ١٢ او د وچو او تازه مېوو حاصلات ٨ فيصده زيات وو.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست سمېع الله پرون ازادي راډيو ته وویل، يوه وجه یې وروستي ورښتونه وو.
دی وایي: په غنمو کې تقريباً ١٢ فيصده زياتوالى راغلى و چې علت يې ورښتونه او ښه تخمونه وو چې د کرنې رياست دوى ته ورکړي وو، په وچو او تازه مېوو کې هم ٨ فيصده زياتوالى راغلى دى.
خو په ارزګان کې بزګران شکايت لري چې د زراعتي محصولاتو لپاره مناسب بازار نه لري.