زخارووا: روسیې ته دوه تلونکي امریکایي سناتوران ممنوع الدخول وو

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماريا زخارووا

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د امريکا هغه دوه سناتوران چې ادعا کوي چې روسيې يې وېزې رد کړي، پوهېدل په هغه لېست کې شامل دي چې روسيې ته له ننوتلو منعه شوي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا پرون خبريالانو ته وويل، دغه لېست د امريکا په ځواب کې برابر شوى چې د روسيې د مشرانو جرګې ګڼ غړي امريکا ته ممنوع الدخول اعلان شوي دي.

د امريکا سناتوران کريس مورفي او ران جانسن چې دواړه د کرملين منتقدان دي، روانه اوونۍ ويلي وو چې روسيې ورته د وېزې ورکړه رد کړې ده.

دوى ويلي چې غوښتل يې د کانګرس د دواړو ګوندونو د يوه هيئت په ترکيب کې روسيې ته سفر وکړي.

ښاغلى مورفي ډموکراټ او جانسن جمهوريت غوښتونکى دى.

خو په واشنګتن کې د روسيې سفارت ويلي چې جانسن د وېزې لپاره درخواست نه دى ورکړى او نه يې هم روسيې ته د خپل سفر په اړه دوى ته اطلاع ورکړې ده.