د برازیل ولسمشر جایر بولسونارو د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون غوښتي چې له ده څخه دې بخښنه وغواړي.
بولسنارو مخکې له دې چې د امازون په ځنګلونو کې د لګېدلو اورونو د وژنې لپاره د اوو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې لهخوا د ۲۲ میلیونه ډالرو مرستې په منلو غور وکړي ویلي "لومړی دې مکرون ماته کړی سپکاوی بېرته واخلي".
نوموړی وايي، مکرون ده ته "درواغجن" ویلي.
بولسونارو همدارنګه ویلي چې د فرانسې ولسمشر مکرون په امازون کې زرګونه ځایه د لګېدلي اورونو په وړاندې په غبرګون د تبصرې پر مهال د برازیل ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی.
وروسته له هغې چې د فرانسې ولسمشر په امازون ځنګلونو کې د لګېدلي اورونو په وړاندې د برازیل پر غبرګون نیوکې وکړې، مکرون او بولسونارو پر یو بل شخصي لفظي بریدونه کړي.
مکرون وايي، په امازون کې لګېدلی اور یو نړیوال بحران دی او د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو وروستۍ غونډه کې یې چې د فرانسې په جنوبي ساحلي ښار بیاریتڅ کې جوړه شوې وه وغوښتل چې دې بحران ته پام وکړي.