پاکستان، له هند سره د افغانستان د هوايي او ځمکنۍ لارې په تړلو غور کوي

د افغانستان، پاکستان او هند بیرغونه

د پاکستان د کابینې یو وزیر وايي، صدراعظم عمران خان د هند په وړاندې د پاکستان د هوايي حریم او د افغانستان سره د هند د سوداګرۍ د ځمکنۍ لارې په تړلو غور کوي.

روېټرز خبري اژانس د پاکستان د ساینس او ټکنالوژۍ د وزیر فواد چوهدري له خولې راپور ورکړی چې د سې شنبې په ورځ‌یې «۲۰۱۹ کال د اګسټ ۱۷» ویلي، دا مهال د هندوستان لپاره د پاکستان د هوايي حریم او د افغانستان سره د هند د ځمکنۍ سوداګرۍ د لارې د تړلو د پرېکړو پر قانوني اړخونو غور کېږي.

بل‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل هیله‌مند دی چې پاکستان به دا لاره بنده نه‌کړي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي: "زه هیله‌مند یم چې دا لاره بنده نه‌شي، که بنده شي زموږ په اقتصاد ډېر منفي اغېز کوي، بیا افغانستان هم اړ دی چې باالمثل عمل وکړي."

د خان جان الکوزي په وینا دا مهال د افغانستان له لارې د پاکستان ډېر مالونه مرکزي اسیا ته ځي چې افغان حکومت هم په ورته توګه د پاکستاني مالونو پر مخ لاره تړلی شي.

ښاغلی الکوزی وايي، که داسې وشي، دا به د دواړو هېوادونو د سوداګرو په زیان وي.

پاکستان د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې هم د هند لپاره خپل هوايي حریم وروسته له هغې بند کړ چې په هندي کشمیر کې د یوې پاکستان مېشتې وسله‌والې ډلې له‌خوا حمله د دې دوو ګاونډیو ترمنځ د نښتو سبب شوه، خو د جولای د میاشتې په نیمايي کې یې بېرته پرانیست.

په روانه میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ یو ځل بیا وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې نوې ډېلي د هندي کشمیر څخه د کورواکۍ ځانګړی امتیاز واخیست چې د پاکستاني چارواکو غبرګون‌یې راوپاروه.