د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي رئیس په یوه چاودنه کې ووژل شو

د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي پخوانی رئیس مسعود نېکبخت

د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي رئیس ووژل شو.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې نن مازیګر نږدې پنځه بجې د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو په یو کرولا موټر چاودنه شوې چې له امله‌یې د دې پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي رئیس او استاد پوهاند مسعود نېکبخت وژل شوی او د ده د زوی په ګډون دوه نور استادان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د چسپکي ماین په وسیله ترسره شوې ده.

جلال‌اباد هغه ښار دی چې وخت ناوخت په‌کې دغه ډول چاودنې رامنځته کېږي.

د تېرې زمري میاشتې په ۲۸مه نېټه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ورځ په دغه ښار کې ۱۲ پرله‌پسې چاودنو لسګونه کسان ټپيان کړي وو.