د ایران حکومت ویلي چې له امریکا سره به تر هغه وخته چې پر تهران خپل ټول بندیزونه لیرې کوي، ونهګوري.
تر دې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و چې په مناسبو شرایطو کې له روحاني سره خبرو ته تیار دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د اګسټ په ۲۷مه، په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې خبرې وکړي، خو لومړی باید امریکا خپل ټول غیر قانوني، غیر عادلانه او غیر مناسب بندیزونه لیرې کړي.
روحاني ټینګار کړی چې هېواد یې هېڅکله هم اټمي وسلې نهدي غوښتي او که چېرې د ایران ګټې خوندي نهشي، له هغو مسئولیتونو به اوږه سپکه کړي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اټمي موافقې پر اساسیې لري.