امریکايي سناتور ران جانسن ویلي چې د روسیې حکومت هغه ته د ویزې له ورکولو ډډه کړې ده.
ران جانسن د امریکا د ویسکانسن ایالت له جمهوري غوښتونکو سناتورانو دی.
هغه د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو په یوه پلاوي کې روسیې ته د تګ پلان درلود.
ران جانسن د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د اروپا او سیمهییزو امنیتي همکاریو د برخې مشر دی.
د جانسن دفتر پرون، د اګسټ په ۲۶مه، وویل چې هغه پلان درلود چې د روسیې له حکومتي چارواکو، په روسیه کې له امریکايي سوداګرو، د مدني ټولنې له سازمانونو او نورو کسانو سره وګوري.
په بیان کې نهدي ویل شوي چې جانسن دقیقاً څه وخت روسیې ته روان و.
دا هم نهده واضح شوې چې له جانسن سره په پلاوي کې د نورو غړو ویزې هم رد شوي که نه.
خو په امریکا کې د روسیې سفارت د دې بیان تر خپرېدو وروسته وویل چې جانسن په دې سفارت کې د ویزې غوښتنه نهده کړې او روسیې ته د تګ د پلان په اړهیې هم معلومات نهدي ورکړي.