د مخکښې ښځې په خپرونه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره پوهنیاره شبنم صالحي مېلمنه ده.
مېرمن صالحي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې د کار ترڅنګ په کابل پوهنتون کې د استادې په توګه هم کار کوي.
صالحي تر ښوونځي وروسته د لېسانس سند د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي اخیستی او ماستري یې په امریکا کې کړې ده.
اغلې صالحي، نړیوالو علمي کنفرانسونو ته د ګډون په موخه ترکیې، هندوستان، پاکستان، جرمني او داسې نورو هېوادونو ته سفر کړی.
همدارنګه په ترکیه کې یې د افغان ښځو د زدهکړو د ښهوالي په موخه د سیمې او سوېلي اسیا په کچه د افغانستان د ښځو مشري په غاړه لرلې ده.
همدارنګه، ګڼې څېړنیزې علمي مقالې یې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې خپرې شوې دي.
هغه اوسمهال د پوهنملۍ علمي ترفېع په موخه په خپل لومړني علمي اثر باندې کار کوي.
دغه خپرونه په کابل کې د ازادي راډیو خبریاله فرشته غني برابروي چې بشپړ پروګرام د دې لېنک له لارې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5