مسیر: د سولې لپاره د افغان پلاوي برخلیک نامعلوم دی

ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه تبصرې او مقالې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې خپله سرمقاله د سولې روانو هلو ځلو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د سولې لپاره د افغان پلاوي برخلیک نامعلوم دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې ټاکل شوې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې د یوې ممکنه هوکړې نه وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې افغان حکومت دغو خبرو ته ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی، خو دا لا معلومه نه‌ده چې غړي يې څوک دي، خو د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې چې په دې ۱۵ کسیز پلاوي کې اووه حکومتي او اته‌يې د سیاسي ګوندونو. مدني ټولنو او نورو اقشارو استازیتوب کوي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې حکومت هڅه کوي چې د دغه پلاوي مشري د سولې په چارو کې د حکومت وزیر سلام رحیمي وکړي، خو د پلاوي نورو غړو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

ورځپاڼه لیکي که رښتیا هم د دغه پلاوي مشري حکومت په خپل لاس کې اخلي، نو ایا طالبان به له دې پلاوي سره موافقه وکړي؟

سرمقاله لیکونکی لیکي وړاندې له دې طالبانو ویلي چې له حکومت سره د یو اړخ په توګه خبرې کوي، نه د حکومت په توګه.

د سرمقالې لیکوال غوښتنه کوي چې باید بین‌الافغاني خبرې جدي ونیول شي ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور که په بین‌الافغاني خبرو اترو کې ستونزه پیدا کېږي بدې پایلې به ولري.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې اختلافات باید یوې خوا ته کړل شي او د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره یوه اجماع رامنځته شي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، یو شمېر سیاستوالو ورته ویلي چې حکومت هڅه کوي چې د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره په ۱۵ کسیز پلاوي کې داسې کسان شامل کړي چې د حکومت تر تأثیر لاندې وي او د سولې په خبرو کې د حکومت د مشرانو له ګټو دفاع وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه کسانو ورته ویلي چې په همدې خاطر حکومت د دغه ۱۵ کسیز پلاوي نومونه نه‌ښکاره کوي.

د سرمقالې لیکوال غوښتنه کړې چې باید د حکومت مشران د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي او له رامنځته شوي فرصته ښه ګټه واخلي.

  • سرخط

او سرخط ورځپاڼې بیا د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼې په دې اړه په یو ځانګړي مطلب کې لیکلي دي چې د جګړې ښکېلو اړخونو پر عامو خلکو اور بل کړی دی.

د مطلب لیکوال لیکي چې په کابل کې د واده پر مراسمو له حملې رانیولي بیا د پکتیا په زرمت کې پر ملکیانو حمله او دغه‌شان د لوګر وروستۍ پېښه چې له امله‌يې د یوې کورنۍ یو غړی ووژل شو او د ښځو او ماشومانو په ګډون نور ټپيان شول پر ولسي وګړو د جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري د حملو بېلګې دي.

د مطلب لیکوال وړاندې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د مسؤل عزیز احمد تسل له قوله لیکلي دي چې روانه اګسټ میاشت هم د تېرې جولای میاشتې په څېر د ملکیانو لپاره خونړۍ وه.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې د سولې د خبرو سره هم‌مهاله د ملکیانو په نښه کول دا په ډاګه کوي چې د جګړې ښکېل اړخونه سولې ته د رسېدو لپاره رښتینې اراده نه‌لري.

لیکوال لیکي که پر ولسي وګړو حملې همداسې دوام پیدا کړي، نو ناوړه پایلې به ولري.