ایران ښايي فضا ته د یو توغندي د استولو په مقصد بیا تیاری نیسي

د امام خمیني په فضايي مرکز کې د راکټونو د توغولو

راپورونه وايي ایران ښايي فضا ته د یو توغندي د استولو په مقصد د درېیمې هڅې لپاره تیاری نیسي.

د امریکا «NPR» راډیو له پلانټ «Planet» نومې تجارتي کمپنۍ څخه د ترلاسه شویو سټلایټ تصویرونو په اساس دا راپور ورکړی.

په یوه تصویر کې چې د اګسټ په ۲۴مه نېټه اخیستل شوی لیدل کېږي چې د امام خمیني په فضايي مرکز کې د راکټونو د توغولو ځانګړي لانچر ته ابي رنګ ورکړل شوی.

پر دې لانچر د تېر ځل د ناکامې هڅې پر مهال د سوځېدو نښې پاتې وې او وران ویجاړه پروت و.

د روان کال په جنوري او فبروري میاشتو کې فضا ته د توغندیو د استولو لپاره د ایران هڅې ناکامې شوې.

د «NPR» د راپور له مخې په یو بل تصویر کې هغې ودانۍ ته چې ایران خپل توغندي په‌کې مونتاژ کوي نږدې د موټرو تګ راتګ لیدل کېږي.

له دې مخکې د ایران مهر خبري اژانس راپور ورکړی و چې ایران د ۲۰۲۰ کال تر مارچ میاشتې پورې درې سټلایټونه فضا ته د استولو لپاره چمتو کړي دي.