په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو دوام

قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو اترو یو پړاو. February 26, 2019

په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې نن شپږمې ورځې ته وغځېدې.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې خبرې تېره شپه تر ناوخته پورې روانې وې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نیمه شپه پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې له امریکايي ټیم سره د دوی خبرې به نن سې شنبه دوام وکړي او دوی به هڅه وکړي چې د توافق‌نامې وروستي ټکي نهايي کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون د دوو طالب قوماندانانو په حواله هغه ورکړل شوي راپورونه رد کړي چې وايي په احتمالي اوربند کې به پر افغان ځواکونو د طالبانو د حملو بندېدل نه‌وي شامل.

خلیل‌زاد پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي، موږ به هم اوس او هم له طالبانو سره له هر راز موافقې وروسته د افغان ځواکونو دفاع وکړو او زیاتوي، ټول اړخونه پر دې سلا شوي چې د افغانستان د راتلونکي پرېکړه به په بین‌الافغاني خبرو کې کېږي.