ټرمپ: د افغانستان د سولې لپاره کوم مهال‌وېش نه‌شته

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د افغانستان د سولې لپاره کوم مهال‌وېش نه‌شته.

نوموړي نن په فرانسه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره د لیدنې پر مهال خپله هغه خبره بیا تکرار کړه چې امریکا په افغانستان کې د پولیسو دنده ترسره کوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانسان د سولې د خبرو لپاره کوم ضرب‌الاجل ټاکل شوی کنه؟ ولسمشر ټرمپ وویل: "مهال‌وېش یا هر څه‌یې چې بولۍ نه‌شته. بېړه نه‌ده. زما هدف دا دی چې موږ هلته تر بل هر څه زیات رښتیا د پولیسو دنده ترسره کوو. موږ دا جګړه په ډېر کم وخت کې ګټلی شو، خو زه نه‌غواړم چې ۱۰ میلیونه کسان ووژل شي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، موږ له طالبانو، افغان حکومت او نورو خلکو سره کار کوو او وبه ګورو چې څه کېږي.

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې هم څو ځلې ویلي چې د افغانستان جګړه په څو ورځو کې پای ته رسولی شي، خو نه‌غواړي چې دغلته ۱۰ میلیونه کسان ووژل شي.

د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد دا مهال په دوحه کې له طالب استازو سره په نهم پړاو خبرو بوخت او دواړه غاړې وايي چې یو احتمالي توافق ته نږدې شوي دي.