طالبانو سلام مخابراتي شبکې ته د هدف ګرځولو ګواښ وکړ

د مخابراتي شبکې د یوه انتن انځور

طالبانو ګواښ کړی چې له دې وروسته به د سلام مخابراتي شبکې مرکزونه او انتنونه د دغې ډلې د بریدونو هدف وي.

دغې ډلې د دوشنبې په ورځ د سنبلې په ۴مه رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې سلام مخابراتي شبکې د دوی اخطارونو ته پاملرنه نه ده کړې.

طالبانو په خپل پیغام کې ویلي چې د دغې شبکې له کارکوونکو، وسایطو او وسایلو سره به وروسته له دې د استخباراتي بنسټونو په څېر چلند کېږي.

د طالبانو په پیغام کې سلام مخابراتي شبکه په استخباراتي فعالیتونو تورنه شوې او زیاتوي چې فایبر نوري شبکې ته یې د پرېکولو ګواښ کړی دی.

طالبانو همداشان ګواښ کړی چې که څوک د سلام مخابراتي شبکې له سیمکارته استفاده وکړي، له ګواښ سره به مخ شي.

د مخابراتو وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي چې دغه ګواښ د سلام مخابراتي شرکت پر فعالیتونو هېڅ ډول اغېز نه‌لري او د دغه شرکت د زېربناوو او کارکوونکو د امنیت د تأمین لپاره به ډېر ژر اقدام وشي.

سلام مخابراتي شبکه د افغان تلکام د یوې څانګې په توګه په دولتي شبکې پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې د سهمونو یوه برخه یې خصوصي ده.