د سولې ولسي حرکت په خوست کې د ویښوونې پروګرام پیل کړ

د افغانستان د سولې ولسي حرکت په خوست ولایت کې د ویښوونې عامه پروګرامونه پیل کړل.

د دغه حرکت مشر بسم الله وطندوست د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر هغې چې ولس حرکت ونه کړي، بدلون نه راځي.

ده وویل: چې ولسونه حرکت ونه کړي، جګړې به دوام ولري، ځکه دا جګړې اقتصادي دي، د اوبو پر سر دي، سیاسي دي او زموږ نه دي، بلکې پر موږ تپل شوي دي، نو پر ټولو افغانانو مو غږ دی چې غږ راپورته کړئ او نور د غفلت خوبونه پرېږدئ.

د دې پروګرام د پیل غونډه د یکشنبې په ورځ په خوست کې یوې عالي لېسې زده کوونکو او کارکوونکو ته جوړه شوه او د افغانستان په روانه جګړه کې د استخباراتي کړیو او هېوادونو د لاسوهنې، سیاسي او اقتصادي جګړې په اړه معلومات ورکړل شول.

د طالبانو له مسئولینو سره تر لیدنو وروسته د دغه حرکت غړو نوې هلې ځلې پیل کړي چې د سولې لپاره غږ تر ټولو سیمو او خلکو ورسوي.