افغان ولسمشر د سعودي له پاچا سره خبرې کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د لیدنې په حال کې

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز وایي، د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د افغان دولت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

د سعودي پاچا دا څرګندونې پرون له افغان ولسمشر سره د لیدو پر مهال کړي دي.

د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي چې د سعودي عربستان پاچا افغان ولسمشر ته د ترهګرۍ د ریښو په له منځه وړلو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی او دغه راز یې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه کړې ده.

د اعلامیې له مخې نوموړي همدا راز د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم مهمې بللي او د افغانستان د دې ملي پروسې د ترسره کېدو ملاتړ یې کړی دی.

د ارګ اعلامیې د افغان ولسمشر له قوله لیکلي چې له افغانستان سره یې د سعودي همکاري مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې د سیمې د ثبات لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.