د حزب الله مشر: اسرائیل که زموږ غړي ووژني، له لبنانه به ځواب ورکړو

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وایي چې پر سوریې د اسرائیلو د شنبې د ورځې په حملو کې هغه کور په نښه شوی چې د حزب الله وسله والو پکې ژوند کاوه.

حسن نصر الله د یکشنبې په ورځ د لبنان په ختیځ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل چې اسرائیلو په سوریې کې د ایران پر قدس ځواکونو حمله نه ده کړې، بلکې پر هغه کور یې حمله وکړه چې د حزب الله وسله وال پکې وو.

نوموړي وویل: که د اسرائیل پوځ په سوریې کې زموږ غړي ووژني، موږ به یې ځواب له لبنانه ورکړو، په سرحدونو کې د اسرائیل پوځ ته وایئ چې خپلو ځانونو ته پام وکړي.

په هغه حمله کې چې د یکشنبې په شپه د دمشق په جنوب ختیځ کې په اقرابه سیمه کې وشوه، پنځه وسله وال چې د سوریې د حکومت پلویان وو، ووژل شول.

په وژل شویو کې دوه د حزب الله غړي، یو ایرانی او دوه نور کسان شامل وو چې هویت یې تر اوسه نه دی ښودل شوی.