د لبنان پوځ: اسرائيل د حزب الله ډلې قوي سنګرونه ويشتلي

د اسرائیل بیرغ

د لبنان پوځ وايي د اسرائيل دوو بې پیلوټه الوتکو د بيروت په جنوب کې د حزب الله ډلې دوه قوي سنګرونه ويشتلي دي.

خو دغه شيعه ډله چې ايران يې ملاتړ کوي، بيا وايي چې يوې الوتکې يې د رسنيو مرکز تخريب کړى دى.

د لبنان پوځ نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې د اسرائيل دغو دوو الوتکو نن سهار وختي د لبنان له فضايي حريم څخه سرغړونه کړې ده.

اعلاميه زياتوي، لومړۍ الوتکه په داسې حال کې نسکوره شوه چې دوهمه په فضا کې منفجره شوه او مالي زيان يې واړاوه.

د لبنان صدراعظم سعد حريري دا د لبنان پر حاکميت ښکاره تېرى بللى او ويلي يې دي چې دا "نوى تهاجم" سيمه ييز ثبات ته ورپېښ ګواښ په ډاګه کوي.

په همدې حال کې د حزب الله وياند محمد عفيف ويلي، يوه بې پېلوټه الوتکه په منفجره موادو بار وه چې چاودنې يې د دې ډلې مطبوعاتي مرکز ته سخت زيان واړاوه.

ده ويلي چې حزب الله ډلې کومه بې پېلوټه الوتکه ويشتلې نه ده.

د اسرائيل چارواکو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.