چارواکي: په کندهار کې ۲۱ وسله وال وژل شوي

افغان ځواکونه

د کندهار په شاولیکوټ او شورابک ولسوالیو کې ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په پوځي عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم برخه درلوده.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دغو وسله والو غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو بريدونه وکړي.

ده وویل: د شاه وليکوټ ولسوالۍ په مانو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې چې د طالبانو پر يوه کمين يې کړې، ١٣ وسله وال وژل شوي او ٣ تنه ټپيان دي، دغه راز د شورابک ولسوالۍ په چولې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي حمله کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.