چارواکي: د فراه په پشت رود کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي

د فراه ولايت چارواکي وايي، په پشت رود ولسوالۍ کې د تېرې شپې په پوځي عملياتو کې ٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه ګډ پوځي عمليات چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت هم په کې همکاري کوي، د پشت رود په مربوطاتو کې تېره اوونۍ پيل شوي دي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب نن وويل چې په وژل شويو کې د طالبانو يو مهم قوماندان هم شامل دى.

دی وایي: تر اوسه ٨ ترورېست طالبان وژل شوي چې د حافظ سهيل په نوم د دوى يو مهم قوماندان هم په کې شامل دى، په دغو ساحو کې تصفيوي عمليات لا هم روان دي.

د فراه امنيه قومانداني وايي، د پشت رود په کليو کې به دغه عمليات تر هغه روان وي چې دغه سيمې له وسله والو تصفيه شوې نه وي.