چارواکي: په لوګر ولایت کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي

د لوګر مرکز پل علم

د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، د غوڅ ملاتړ د ماموريت په مرسته يې د لوګر په څو سيمو کې پوځي عمليات کړي دي.

٢٠٣ تندر قول اردو نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات پرون د لوګر په څو سيمو کې شوي دي.

د اعلاميې په حواله، په دغو عملياتو کې ٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې د مولوي محمد بشير حليم په نوم د دوى يو مشر هم په کې شامل دى.

٢٠٣ تندر قول اردو وايي، مولوي بشير حليم په څرخ او په وروستيو کې په برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.