بریتانیا وايي، فارس خلیج ته درېيمه جنګي بېړۍ هم لېږي چې په دې کړکېچنه سیمه کې د بېړیو د تګ راتګ ازادي خوندي کړي.
د بریتانیا دفاع وزیر بن والېس پرون شنبه وویل، د نړۍ په هر ګوټ کې د بېړیو د ازاد تګ راتګ دفاع کوي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دغه هېواد جنګي بېړۍ اېچ اېم اېس دیفینډر به په خلیج کې له دوو نورو بریتانیايي جنګي بېړیو مانتروز او کینټ سره یوځای شي چې په هُرمز تنګي کې د بریتانیايي بېړیو ساتنه وکړي.