افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته لاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته تللی، څو د دغه هېواد له پاچا او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې له افغان ولسمشر سره دولتي پلاوی دی او د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او نورو چارواکو سره جلا کتنې کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په بیان کې د ولسمشر غني او د سعودي چارواکو د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي، خو افغان حکومت تل د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د سعودي عربستان رول مهم بللی دی.

سعودي د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو لږ تر لږه دوه غونډې دایرې کړي، چېرته چې ګډونوالو په افغانستان کې د جنګ خاتمه غوښتې او د سولې په راتلو یې ټینګار کړی.