د کابل په قره باغ کې په یوه وسله واله نښته کې ۷ کسان وژل شوي

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې په یوه وسله واله نښته کې اووه کسان وژل شوي.

د قره باغ ولسوال عظیم دل اقا ازادي راډیو ته وویل چې نښته بېګاه د دوو وسله والو ډلو ترمنځ شوې چې په ۵ وسله والو سربېره دوه عام ملکیان هم وژل شوي.

د قره باغ ولسوال وايي چې وسله وال بریدګر غیر مسؤل کسان او د پروان ولایت د رباط کلي وو.

د ده په خبره، دغو کسانو د شخصي دښمنیو په خاطر په یوه بل ډزې کړې دي.